تبليغاتX
کندهار داتلانو زانګو دمېړنېو ټاټوبى

کندهار داتلانو زانګو دمېړنېو ټاټوبى

تاشلولی د غليم هر وخت زنار دی ځکه نوم دي لا تراوسه کندهار دی

د کندهار یا بابا ولي جگړه

د کندهار یا بابا ولي جگړه - د افغان دوېمه جگړه

جنرال رابرتز د کندهار په لورخوځیږي

سرچینه دلته کلیک وکړی:
نښته: جنرال رابرتز د کندهار پرلور خوځیږي او دبابای ولي په سیمه کې جگړه

نېټه:  د سپتامبر لومړۍ ،  ۱۸۸۰  کال
ځای : سویلي افغانستان

د جگړې گډون وال:  بریتانوي، بنگالي او هندي لښکرد افغان له سبمال شوي پوځ اوتوکمیزوځواکونو پرضد
جنرالان: ډگر جنرال سرفریدریک رابرتز وي سي ک سي بي د ایوب خان پرضد
د پوځونو شمیر: دجنرال رابرتز لښکر له ۲۵۶۲ بریتانوي سرتیرو، ۷۱۵۱ هندي سرتیرو څخه جوړؤ. د کندهار له فرقې څخه څه نا څه ۲۰۰۰ بریتانوي او هندي سرتیروپه وروستۍ جگړه کې گډون وکړ. افغان "بریتانیا پلوي –ژ " ځواک هم گډون درلود.


دوېم گورخاص او ۹۲ غرنی ځواک دکندهار پرلور دخوځښت په لاره کې د افغان توکمیزځواک تریرغل لاندې راځي او د یرغل د مخنیوي په حال کې ښکاري

پوځي جامې او توکي:

بریتانوي او هندي ځواکونه په ټولیز ډول له بومي هندي کنډکونو څخه جوړول له دریو سترو لښکرو څخه راټول شوي ول: د بنگال لښکر، د بمبیي او مدراس لښکرونه ، او کوشني سیمه یز پوځونه لکه د حیدرآباد د سیمې اونوي پوځونه ، د پنجاب د پیاوړي لښکرسرحدي ځواکونه. دهندي  غنډونو ځواکونه د بریتانوي غنډونو له ځواکونو سره یوځای د جگړې په ډگر کې پلي کېدل.

د ۱۸۵۷ کال پوځي پاڅون په هندي لښکرکې ستر بدلون رامنځ ته کړ. له پوځي پاڅون څخه مخکې د سترو څارونکو لښکرونو غنډونه د هندوستان د مرکزي او لویدیځو ولایتونو د برهمني هندوانو او مسلمانانو  د لوړو کښو یا طبقاتو له ټولنو څخه غوره کېدل ، په ځانگړي ډول د هند له شمالي برخي اود څخه. په ۱۸۵۷ کال کې د بنگال د لښکر له ۹۰ پلیو غنډونو څخه ۶۰ یې پوځي پاڅون وکړ او ډیري نورویې د ۱۸۵۷ کال له پوځي پاڅون څخه مخکې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خواره واره شول او لښکر یې پریښود. همدغه شمیر ته ورته د بنگال د سپاره غنډ سرتیري ورک شول.


غرنی ځواک ،سیکهان او گورخاصان د په شا تمبول شویو افغانانو ننداره کوي چې لیرې د سیند هاغه غاړه د بیدیا په لمن کې دکندهار له جگړې وروسته دبریتانوي او پنجابي ځواکونو له خوا پسې واخیستل شول.

بریتانوي پوځونه د بنگال د پوځ ، دبمبیي او مدراس د څارونکو سترو لښکرونو د څو پالیالو غنډونو په مرستې چې پاڅون یې نه ؤ کړﺉ پرپوځي پاڅون لاس بري شول. خو په بنسټیز ډول  بریتانویانو خپله مخه د نیپال د راجپوتانو د توکم گورخاص، سیکهانو، د پنجاب او بلوچستان مسلمانانو او د شمال لویدیځ سرحد (پښتونخوا- ژباړونکی) د پټهانانو لور ته واړوله او د هغوی په مرسته یې ډهلی له سره ونیو او د پوځي پاڅون اور یې مړ کړ.

په انگلستان کې نهم نیزه لرونکی ځواک دپوځي روزنې په وخت کې

له پوځي پاڅون څخه وروسته بریتانویانو د هندوستان د "سترو توکمونو" سکالې ته وده ورکړه. د بریتانویانو په خبرو کې تل دا یادېدله چې گڼ شمیر هندي توکمونه د سرتیرۍ لپاره مناسب دي او همدغه توکمونه ول چې په یوه وخت کې یې هندوستان د بریتانیا لپاره وژغوره. هغو هندي غنډونو چې په ۱۸۷۸ کال کې پرافغانستان یرغل وکړ که څه هم گڼ شمیر یې د بنگال له لښکرڅخه ول په ټولیز ډول د همدغې سکالې "ستروتوکمونو" له تل څخه گومارل اوغوره شوي ول: جټان ، سیکهان ، مسلمانان، د پنجاب هندوان ، پټهانان، بلوچان او گورخاصان.
له پوځي پاڅون څخه مخکې هر لښکر د جگړې د ډگرلپاره دتوپخانې او آسونو بشپړو غنډونو ونډه درلودله. له هغه وروسته یوازې هندي لښکراجازه درلودله چې غرنی غنډ ولري. له ۱۸۵۹ کال وروسته د بریتانیې د شاهي توپخانې لښکر ټول پوځي لښکرځایونه او آسونه ضبط کړل.

په ۱۸۷۸ کال کې غنډونو د دښتنیو علمیاتو لپاره "خاکي" پوځي جامې دود شوې. دغه چل ددې لپاره ؤ چې پوځي جامې له ځمکني رنگ سره سمون ولري او رنگونه یې پراډه لرونکي "خاکي"، توربخون زرغون او روښانه خاکستري ول.

دافغانستان د ځمکنیو حالاتو لپاره د پوځي جامو دغې بېلگې ډه ډه نه لگوله، په غنډونو کې د افسرانو جامې د خدمتي جامو په ډول جوړې شوې وې.
دهر هندي غنډ  مشري د بریتانوي افسرانو له خوا کېدله چې پر ۶۵۰ سرتیرو ۷ افسران ول. دا دپوځي قطعاتو لپاره د افسرانو یوه نامناسبه شمیره وه چې په دغې شمیرې کې ټولې تخنیکي پریکړې د بریتانوي افسرانو له خوا نېول کېدلې او دغې شمیرې په ځانگړي ډول د هغو قطعاتو د شمیرلپاره ډه ډه نه لگوله چې د لږې تجربې لرونکي قطعات ول.

دبریتانیا په پلیو پوځي ځواکونوکې هر سرتیري ۰.۴۵ مارتیني  هنري یو ډزی توپک درلود. د هندي غنډونو سرتیروسنایدر توپک درلول همدارنگه هغوی یو ډزي توپک خو زاړه ډوله ټوپک ول او دپلیو منظمو قطعاتو لپاره له زاړه ډوله وسلو څخه په نوي ډول جوړو شویو وسلو ډک خولي توپک هم درلودل.
سپاره پوځونه په تورو، نیزو ، کارابین توپکو، بریتانویان په مارتیني هنري او هندیان په سناید توپکونو سمبال ول.


دکندهار په جگړې کې ډله یز انځور

بریتانوي توپچي ځواکونو ډول ډول توپونه درلودل ، گڼ شمیریې نرم خولي لنډ جاغور لرونکي توپونه ول ، چې په هغه ډول چې اړینه وه اغیزناک نه ول خو که چارواکو د اروپايي لښکرو د توپونو په شان پولادي جاغورلرونکي جوړ کري وای اغیزه به یې زیاته وه. د توپخانې مرستندویه برخه اغیزمنه نه وه او په افغاني اړخ کې جوته شوله چې افغاني ځواکونو څرگنده کړه چې هغوی د بریتانویانو په پرتله ښه پیاوړې توپخانه لري.
هندي پوځ د سولې په وخت کې د لښکرکوټ او چاوڼیو په جوړښتونو کې  په خپل جوړښت کې له کنډک څخه پورته بل څه نه درلودل. د پوځي افسرانو لپاره پوځي عملیاتي روزنه نه وه. د جگړې درامنځ ته کېدلو په وخت کې دفرقو او غنډونو پوځیان راجلبیدل اواړوندې چارې یې باید د تجربې له مخې پرمخ بیولې وای.

افغانستان: په ځمک انځوره کې له افغانانوسره دجگړې ټولې سېمې ښکاري: علي مسجد، پېوارکوتل، چهارآسیاب او کابل په شِـمال ختېځ کې. احمدخېل په منځ کې، مېوند او کندهار په سویل کې.

په ۱۸۷۰ کال کې بریتانوي لښکر اوږد مهاله پوځي چوپړ په لنډ مهاله چوپړ واړاوه. دغه تگلاره په نړۍ کې د بریتانیا د نورو پوځیانو لپاره نه وه پلې شوې نو په افغانستان کې د لېواگانو دپوځیانو د چوپړ موده لنډ مهالې وه حال دا چې په نورو سیمو کې د اوږد مهاله چوپړ امر لا په خپل ځای ولاړ ؤ. هندي لېواگانې هم تر دغه دمه د همدغې اوږد مهالې دورې په کتار کې راتللې. که  دغې تگلارې ته په نړۍ واله کچه وگورو د لنډ مهالې دورې سرتیري هم د جگړه یزې پیاوړتیا له اړخه او هم له ناورغیو سره د مقاومت له اړخه د اوږد مهاله سرتیرو په پرتله خوارځواکي ول.
گټونکي: برېتانوي او هندي لښکرونه

د پونا آس

برېتانوي لېواگانې:
له کابل څخه لېواگانې:
نهم نېزه لرونکی ځواک ،په ۱۹۶۶ کال کې نهم نېزه لرونکي ځواک د شاهي په دولسم ځواک واوښت
د بنگال دریم آس لرونکی لښکر
د  بنگال ۲۳ اس لرونکی لښکر
د منځني هندوستان لومړی نېزه لرونکی لښکر
د منځني هندوستان دوېم نېزه لرونکی لښکر
۳ بطریې له غرنیو توپ لرونکو سره
د ۶۰ توپک لرونکي ځواک دوه کنډکه ، نن ورځ شاهي زرغون واسکټ لرونکي بلل کیږي
د (الباني دوک "شاهي لقب") ۷۲ غرنی ځواک ، وروسته د سمندري غرنیو په نامه ونومول شول، اوس غرني بلل کېږي
د (گوردون) ۹۲ یم غرنی ځواک ، وروسته گوردون غرنی ځواک ونومول شو، اوس یې غرنیان بولي
دبنگال ۱۵ پلی بومي ځواک (د لودهېانې سیکهان)
 دبنگال ۲۳ پلی بومي ځواک (پنجاب پایونیر)
دبنگال ۲۴ پلی بومي ځواک (پنجابیان)
دبنگال ۲۵ پلی بومي ځواک (پنجابیان)
د شهزاده والز دوېم خپل ځواک ، گورخاصان
څلورم گورخاص ځواک
پنځم گورخاص ځواک
د سیکهانو دوېم پلی ځواک
د سیکهانو درېم پلی ځواک

د کندهار لېواگانې
اي بي بطریه ، د شاهي توپخانې د آس سپرو ځواک
په خپله د درېمې ملکې (د بمبیي آس لرونکی ځواک)
د  سندهه د آس سپرودریم ځواک ( دبمبیي لښکر)
د علیا حضرتې ملکې د توپک لرونکو ۶۶ پلی ځواک ، په ۱۸۸۲ کال کې د شاهي بروکشایر د لېوا نوم یې واخیست او اوس ویلتشایر بلل کیږي
لومړی بمب غورځوونکی ځواک (د بمبیي لښکر)
د بمبیي بومي څلورم پلی ځواک
د بمبیي بومي ۱۹ پلی ځواک
د بمبیي بومي ۲۸ پلی ځواک (د جیکبز توپک لرونکي)
د بلوچانو ۲۹غنډ
پورتنۍ ویل شوې لېواگانې د کندهار دجگړې ویاړ لري

د کندهار – کابل د جگړو د ډگرونو د بولندویانو جوړښت:
ستر بولندوی: ډگرجنرال سر فریدریک رابرتـز، وي سي ، ک سي بي
دآس سپرو غنډ: بولنده یې د تورن جنرال هگ گوغ  وي سي . سي بي په لاس کې وه
۹ نېزه لرونکی ځواک
د بنگال د آس سپرو درېم ځواک
دبنگال د آس سپرو ۲۳ ځواک
د مرکزي هند د آس سپرو ځواک

توپچي غنډ: بولنده یې د ډگروال الورد جانسون په لاس کې وه
د غرني توپچي ځواک درې بطریې

پلی فرقه: بولنده یې د ډگرجنرال سر جان راس ک سي بي په لاس کې وه
لومړی غنډ: بولنده یې د تورن جنرال ایچ مکفرسون ک سي بي په لاس کې وه
د گوردون د غرنیو ۹۲ ځواک
دبنگال بومي ۲۳ پلی ځواک (د پنجاب پایونیر)
 دبنگال بومي ۲۴ پلی ځواک (پنجابیان)
د شهزاده والز خپل د گورخاصانوځواک

ډگرجنرال سر فریدریک رابرتـز، وي سي ، ک سي بي (  د باب زړه ور) [د باب زمری] د هندي لښکر کنډکونه. بریتانوي کنډوکونه [زموږ باب] بلل کیږي

دوېم غنډ: بولنده یې د تورن جنرال تي ډي باکر په لاس کې وه

د (الباني دوک "شاهي لقب") ۷۲ غرنی ځواک
د سیکهانو دوېم پلی ځواک
د سیکهانو درېم پلی ځواک
د گورخاصانو پنځم ځواک
دریم غنډ: بولنده یې د تورن جنرال سي ایم مک جیورج سي بي په لاس کې وه
دویم غنډ : ۶۰ توپک لرونکی ځواک
دبنگال بومي ۱۵ پلی ځواک (دلودهیانه سیکهان)
دبنگال بومي ۲۵ پلی ځواک (پنجابیان)
دگورخاصانو څلورم ځواک

د کندهار یا بابای ولي جگړه
[تور ټکي افغان ځواکونه . سره ټکي بریتانوي ځواکونه- ژ]

شمېرنه:
د افغان په دوېمې جگړې کې له دوه کلنو پرله پسې بریاوو وروسته  د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۷ نېټه دکندهار د لویدیځ په ۴۰ مایلو کې د مېوند خونړۍ ماتې بریتانوي پلانونه له گډوډیو سره مخامخ کړل. په کندهارکې پاتې میشت غنډونه د ایوب خان د سوبمن لښکر په منگولو کې کلا بند ول او هغوی ته د ژغورنې او ملاتړ ترټولو نږدې ځواک په سلگونو مایله لیرې په کابل او کوېټه کې ؤ، چې بولندويي یې  د جنرال رابرتز او تورن جنرال فیرې په لاسونو کې وه.
لومړی یون رابرتزوکړ، د هغه ځواکونه د پلازمېنې کابل گردچاپیره را تاو ول حال دا چې د بمبيي ځواکونه د جنرال فیرې تر مشرۍ لاندې د اړېکو د ساتلو په اوږدې لېکې کې له کوېټې نېولې تر اباسینده  خواره واره پراته ول چې کندهاریې  له هندوستان سره نښلاوه.

د۱۸۸۰ کال د آگست په ۸ نیټه جنرال رابرتز له خپل کابل- کندهار جگړه یز ځمکني ځواک سره د کابل د شیرپور له لښکرکوټ څخه وخوځېد؛د کندهار پرلوري د هغه نامتو یون پیل شو.
مخکې له هغه چې رابرتزپرسویلي سړک وخوځیږي د مرکزي هند د آس سپرو ځواک سره له یوې توپچي بطریې چې له گندمک څخه خوځېدلی ؤ په بله ورځ هغه وخت غزني ته نږدې له رابرتز سره یوځای شو چې نوموړی له لوړو غرونو څخه د کندهار سړک ته د ننوتلو په درشل کې ؤ. هرگام تر وسې وسې په چټکۍ اخیستل کېده ، یوازې غرنی پوځ له پلي او سپور ځواک سره په بیړه روان ؤ؛ لوژیستیکي توکي په اوښانو وړل کېدل. د ورځې له پلوه هوا توده او شپې سړې وې. له سوځنده لمر څخه د ساتلو په موخه سرتیري به سهار وختي خوځېدل؛ هغوی به هر څو ساعته وروسته دمه کوله ؛ دورځې په نیمایو کې به کمپونه وهل کېدل او په دغه ډول به په یوې ورځ کې ۲۰ مایله واټن وهل کېده.


د مرکزي هندوستان آس

د ۱۸۸۰ کال د آگست د مېاشتې په ۲۳ نیټه پوځونه له غزني څخه ۱۴۰ مایله پوري غاړه کلات غلزایي ته ورسېدل. دپوځ په دغه چټک اوبیړني تگ سره په ورځ کې څه ناڅه ۵۰۰ سرتیري ناروغه کېدل.

له کندهار څخه راتلونکو خبرونو څرگندول چې بېړې ته اړتیا نه شته او فرقه کولای شي سوکه سوکه راشي او چیرې دمه شي نو له همدغه امله ۸۸ مایله لیرې رابرتـز غوره وگڼله چې په کلات غلزایي کې دمه ونېسي. کله چې هغه وخوځېد بریتانوي فرقه یې له ځان سره واخیستله ، د بریتانیا په پلان کې د دغه ښارگوټي نیول نه ول.
د ۱۸۸۰ کال د آگست په ۲۷ نیټه رابرتـز ته خبرراورسېد چې ایوب خان د کندهارد ښار کلابندي پرې ایښې او له خپلو پوځونه سره  د لویدیځ په لور خوځېدلی دﺉ. رابرتـز د تورن جنرال هگ گوغ  د آس سپروکنډک د هغه په لټه پسې ولیږه.
د ۱۸۸۰ کال د آگست په ۲۸ نیټه جنرال رابرتزډه ډه ولگلوله او خپل پوځونه یې پریښودل چې ښه په دمه فکروکړي او له کندهاره پوځي افسران راغلل چې هغه ته وروستني استخباراتي معلومات ورکړي او له یو بل سره سلا وکړي.
د ۱۸۸۰ کال د آگست د مېاشتې په ۳۱ نیټه د کابل بریتانوي جگړه یزپوځونه راورسېدل او ښارته ننوتل. د درېو اونیو په ترڅ کې د رابرتـز لس زره سرتیرو ۳۰۰ مایله لاره ووهله.

جنرال رابرتز او پوځونه یې کندهار ته د یون په حال کې

پرهمدغې ورځې رابرتـزپریکړه وکړه چې د ایوب خان پرضد گام واخلي. ایوب خان د کندهار لویدیځ ته په بابای ولي کې لښکرکوټ جوړکړﺉ ؤ د غه ځای د بابا ولي او د ارغنداب د سیند ترمنځ پروت ؤد بابا ولي د سیمې ۵۰۰ فټیزې لوړې غونډۍ د بابای ولي کوتل او د مرچه غاښی له یو بله بیلوي. ستریرغل د کابل د ځواکونو په غاړه ؤ او دبمبیي ځواکونه به له څنگه پرې ورتلل. د نوتال دبمبیي دلښکردسپاره کنډک سرتیري چې د مېوند په جگړې کې ژوندي پاتي شوي ول د مرچه د غاښي ساتنه کوله و د بمبيي پلي ځواک او د اووم شاهي ځواک توپک لرونکودبابای ولي کوتل تریرغل لاندې ونیو. په عمومي یرغل کې د رابرتـزبنگالي پوځ دنده درلوده چې لومړی د غونډیو سویلي ترڅنډو را تاو اوبیا نیغ شمال ته د ایوب خان د لښکرکوټ په لور ور څیرمه د سېند غاړې او کلي ونیسي. 

کندهار ته دخوځښت د لیکې پرلوربریتانوي غرنې بطریه
رابرتز د جگړې په ډگر کې د ایوب خان پرضد یولس زره سرتیري او دوه دېرش توپونه درلودل او ایوب خان دیارلس زره تنه روزل شوي او توکمیز سرتیري او دوه دېرش توپونه درلودل.

جگړه سبا سهار په نهو بجود بابای ولي دکوتل او د افغانانوپه لاس د نیول شویو ورڅیرمه کلیو د توپونو په بمباریو پیل شوه.


له کندهاره د کابل پرلور دوېم گرخاصان په کمپ کې: یو پرڅلورم ساتونکی ځواک

له بمبارۍ وروسته  ۹۲ غرني او د دوېم گورخاصانو ځواک چې د بمبیي د  ۲۳ او ۲۴ بومي پلي ځواک ملاترورسره ؤ د گونډي ملا سیدآباد پرکلي یې یرغل وکړ. له دوه ساعتو لاس اوگریوان جگړې یې کلی ونیواو د پيرپایمال په بل کلی کې یې مورچل ونیو.

په سویل کې ۷۲ (یم) غرني او دسیکهانو دوېم ځواک گونډیگان ونیو او د ۷۲ غرني ځواک بولندوی ډگروال د یرغل پرترڅ کې ووژل شو.

د ورځي د نیماییو په شا او خوا کې دواړه پلیوغنډونو د پیرپایمال پرسیمې چې د ایوب خان وروستنی ساتونکی مورچل ؤ، یرغل وکړ او وروپسې یې درییم غنډ د ملاتړ لپاره ور وخوځېد.


۹۲ غرنی ځواک پر گونډي ملا سیدآباد باندې د یرغل په حال کې

څرنگه چې رابرتز اټکل کړی ؤ د افغانانو بیرته په شاتگ به پرپیرپایمال باندې شونې ویره له منځه یوسي ، نو هماغسې وشول. له لښکرکوټه بهرد افغانانو وروستنی پوخ مورچل د درندو توپونو تریرغل لاندې راغی او دا د بریتانوي او هندي پوځونو لپاره یوه غټه ازموینه وه. کنډکونو مخ پر وړاندې تگ ته دوام ورکړچې مشري یې له ۹۲ ځواک څخه جگړن جیورج وایټ او د سیکهانو له درېېم ځواک څخه ډگرمن موني کوله ترڅو دجگړې تر وروستنۍ کرښې پورې ځان ورسوي. افغانانو تللي ول.
کله چې پلي ځواک پرمختگ وکړ نو د کوغ د آس سپروغنډ له گړنگونو او دیوالونو ډکې لارې او ډگرونه پرمخ ووهل او ورته ویل شوي ول یوازې هغه وخت به بیرته راځې چې د ارغنداب له سینده به تیریږﺉ او د افغانانو د بیرته د شا تگ مخه به نیسـﺊ. کله چې د آس سپرو غند د هغوی د بیرته په شا تگ د لارې پل و واهه او له سېنده تیر شو آسونه ډیر ستړي شوي ول او د افغانانو غټه شمیره له سیمې څخه وتلې وه اوافغانان شا ته د هرات پرلور تللي ول.
له افغانانو سره دوېیمه جگړه تر سره شوه.

د نیزه لرونکو ۹۲ (یم) ځواک له کابله د کندهار پرلور دخوځښت په حال کې

 


مرگ ژوبله:
د رابرتز ځواکونو د ایوب خان ټول توپونه ترلاسه کړل په هغو کې د شاهي آس سپرو د توپخانې هغه دوه توپونه هم ول چې افغانانو دمېوندپه جگړې کې له بریتانویانو څخه نیولي ول. د بریتانویانو او هندیانو مرگ ژوبله ۲۴۸ تنوته ورسېدله. د افغانانو مرگ ژوبله په اټکلیزډول ۲۵۰۰ تنو ورسېدله.
تر جگړې وروسته:
د ۱۸۸۱ کال د اپریل په میاشت کې بریتانوي اوهندي کنډکونه له افغانستان څخه ووتل. د گندمک د تړون په ترلاسه کولو سره د افغانستان د خاورې دیوې لویې توکمیزې سیمې کرښه د یوی لویې غرنی سیمې په گډون دهندوستان د خاورې برخه وگڼل شوه. پایله یې د قومي او د بریتانوي او هندي ځواکونو ترمنځ ۶۵ کلنه پرله پسې جگړه وه.
دافغانانو دوېېمې جگړې د هندوستان ددولت پر اقتصاد باندې تر ټولو لویه ناوړه اغیزه وکړه او دغه جگړه اقتصادي شمیرنو ته په کتنې سره د یو شمیرهندي فرقو د دړې وړې کېدلو لامل شوله.
دکنډکونو کیسې او دودونه:
- د کندهار پرلور د رابرتز یون دبریتانوي سوبمنې سترواکۍ د خیالونو پولې ووهلې او دسوبې پرلورد پریکړې او سمبالونې نښه وبلل شو. وروسته جنرال رابرتز د مشرانو په جرگه گۍ کې د "بارون- د لوړ دریځ لرونکی -ژ" دریځ ورکړ شو ، بیا د زړه ور سرتیري او بیا د ویسکونت "اشرافي لقب" په توگه وبلل شو.
- د توپچې د یوه افسرپه توگه جنرال رابرتزچې په کوشني توب کې یې خپله سترگه لا سه ورکړې وه سرتیرو به له مېنې  ورته "بوبز" ویلې. د ایتون له پوهنتون څخه وتلی رابرتزد هندي پوځ دپاڅون په وخت کې د ویکتوریا د صلیب نښان ترلاسه کړاو بیا د بولندوی په توگه هندي لښکر ته ولاړ او بیا د بریتانوي اود سترواکۍ له پوځونو سره افریقایي جگړې ته ولاړ. هغه په خپل ژوند کې د خپلو دوه وو زامنو په وژل کېدلو ډیر سخت وکړیده، فریدي د ویکتوریا د صلیب په گټولو سره په افریقا کې د کولینسو په جگړې کې د توپونو د ژغورنې په وخت کې وژل کیږي.

- دگونډي ملا پر کلي باندې دیرغل په ترڅ کې د ۹۲ ځواک بریدمن مینزس دغازیانو تر برید لاندې راځي. پرځمکې لوېدلی مینزس لومړی د هغه د کنډک د سرناچي په لاس او بیا د گورخاصانو په لاس ژغورل کیږي.

 
سرناچي راډیک له ۹۲ غرني ځواک څخه برېدمن مینزس د غازیانو له لاسه ژغوري

- جگړن جیورج وایټ د افغانانو پرمورچل باندې د بولندې د مشرۍ له امله د ویکتوریا د صلیب نښان وگاټه. د هغه تر شا د گورخاصانو د دوییم ځواک د اندربیر لاما "سپاهیان" ورغلل هغه د خپل کنډک لپاره د افغانانو یو توپ ونیو او خپله خولۍ یې د توپ پرخول کیښودله. وایټ د افریقا په جگړې کې دلېډي سمیټ په ځواکونو کې د بریتانوي پوځونو د بولندېې مشري وکړله.
- د افغانانو پروروستني مورچل د وروستنۍ جگړې په ترڅ کې د شاهي د آس سپرو د توپخانې برېدمن هیکتور مک لیاني چې د مېوند په جگړې کې د بریتانویانو دپه شا تگ په وخت کې یرغمل نیول شوی ؤ سره له یوه هندي زنداني "سپاهي" د افغان ساتونکو په لاس ووژل شو.
- دجگړې په شیبو کې له ۹۲ ځواک څخه بېرغ وړونکي برېدگي هیکټر مک دونالډ ته د هغه د زړه ورتیا اونوښت په ویاړځای پرځای د جگړې په ډگرکې لوړه رتبه ورکړل شوه. مک دونالډ د کنډک مشرۍ تر رتبې ورسېده او په مصري جگړو کې یې له ځانه نوره مېړانه او زوړتیا هم وښودله.
- له جگړې یوه اونۍ وروسته تورن جنرال داوبیني د یوه ځواک په ملتیا د مېوند پرلور ولاړ چې بریتانوي او هندي سرتیري خاورو ته وسپاري او د تیرې میاشتې د درندې ماتې او مرگ ژوبلې له سیمې څخه کتنه او جاج اخیستنه وکړي.
- بریتانوي افسرانو د کندهار پرلور د جنرال رابرتز دغه خوځښت په بې ادبۍ یاد کړ او ویل یې چې دا له جنرال فیري سره د ښار په نیولو کې یوه سیالي وه او دهغه یې " د مشرانو په جرگې کې د غړیتوب/دریځ د ترلاسه کولوپه موخه یوه سیالي " وبلله.
سرچینه: د کابل پر لور لاره. له افغانانو سره دوییمه جگړه له ۱۸۷۸ څخه تر ۱۸۸۱ پورې : لېکوال: براین رابنسون د بریتانیې وروستنۍ جگړې : لېکوال: گرانت

له انگریزي پښتو ته ژباړه: رحمت آریا   

+ نوشته شده در  شنبه 1387/03/11ساعت 7 PM  توسط قانع   | 

کندهار

                                                              کندهار

تاشلولی د غليم هر وخت زنار دی
ځکه نوم دي لا تراوسه کندهار دی
ستا اغوش د ملحدينو قبريستان دی
تل و برم ته دي سر ټيټ د استعمار دی

خالدهادي

+ نوشته شده در  دوشنبه 1387/01/26ساعت 8 PM  توسط قانع   | 

دخالد هادی څو څلوریزي

ټول وجود مي ستا دميني وثواب ته
پر سجده شي ستا د سترګو وکتاب ته
ستا په يو نظر مي زړه هسي اوبه شي
لکه واوره چي شي ويلي د لمر تاب ته

دهسک لاس کي جام سپېره ښکاري جانانه
چي دي سترګو کي نشه ښکاري جانانه
دهندارو په ګريوان کښي ئې پټ نه کړې
ګوره خدای دي نن تر زړه ښکاري جانانه

رنګارنګ جامې په تن کي دا وګړ ي
په سيالي کي يو له بل سره لوېدلي
د اختر هوس به ها يتيم ته څه وي ؟
چي پتري ئې پر څپلۍ باندي وهلي

دګلاب باړخو به ولي نه خوږيږي
سپين شبنم چي د اسمانه پر رالويږي
څنګه سوئ کوي ها مخ له ډيره درده
پر بڼو چې خواري اوښکي وټاليږي

ها اولاد چي تل د مور په مينه پايي
کاينات دجنت زيري باندي وايي
دخدای عکس وي د مور د زړه هنداره
تل قبليږي د مور لپه کښي دعاوي

+ نوشته شده در  دوشنبه 1387/01/26ساعت 8 PM  توسط قانع   | 

نوی

چي هر شعر مي د سبا ورځي فرهنګ دی
ځکه هر بيت مي د زړه په وينو رنګ دی
دناپوه وه انتقاد ته ئې سپر بولم
زما ارزو د جهالته سره جنګ دی

James ATKINSON

دادبل خدمت به هله ستا په کار شي
چي دي خپل ژوند د پردو پر اوږو بار شي
په ځواني کي د هر چا سره همدرد شه
چي هر يو دي په پيري کي خدمتګار شي

يو ګوټ اوبه منګي نه راكړه         د وصال تږى يم اوبه بهانه كومه

منګي يې ټول په ډنډ غوپه كړل          د شېطانۍ منګى په لپو ډكوينه

 

                           ګودر ته ځم راپسې راشه          زه به منګى په لپو ورو ورو ډكومه

ما د ګودر په غاړه ښخ كړئ        چې جنكۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه

 

                           كه دې زما ديدن يادېږي           د ګودر غاړه اجاره واخله مئينه

1st_bldg_collapses_zoom_500

                            د كشمالو منجيله وكړه      چې خوشبويي دې د منګي د بېخه ځينه

                              خوله به د خداى په رضا دركړم      منګى مې ولې ښوروې لنده دې كړمه 

                             خاونده دا ګناه مې معاف كړې      بيا به د خوړ په غاړه نه كرم ګلونه

                    اوښكې مې سيند غوندې بهيږي     بيا به د سيند د غاړې نه كوم سيلونه

 اوبه د هر ګودر خوږې دي   جانانه ستا د پاره كوز ګودر ته ځمه

                         ګودر ته ځم راپسې راشه    زه به منګى په لپو ورو ورو ډكومه

 

+ نوشته شده در  شنبه 1386/02/08ساعت 7 AM  توسط قانع   | 

داهم

 

 

 

+ نوشته شده در  شنبه 1386/02/08ساعت 7 AM  توسط قانع   | 

زما ښار زما له سترگو,عبدالله احسان

مخ دې کتاب شونډې دې پاڼې
دزنې سردبسم الله خولې ته راځينه

Film still for Kandahar

چهارباغ هم د روسانو په وخت کې دجګړو يو سخت سنګر و

دارغنداب د چارباغ له څنډو څخه د رود ها خوا د کوهک تاريخي غونډۍ ښکاري

+ نوشته شده در  شنبه 1386/02/08ساعت 7 AM  توسط قانع   | 

گلالیان

په نازکه نري ژبه شډله پښتو وايي

 

A makeshift refugee camp in Quetta

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1385/12/02ساعت 7 PM  توسط قانع   | 

ننداره

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1385/12/02ساعت 7 PM  توسط قانع   | 

دميوند تاريخي غزا انځورونه

دميونددتاريخي  غزا انځورونه

66th Foot at the Battle of Maiwand in 1880

 

 

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1385/12/02ساعت 6 PM  توسط قانع   | 

انګريز سره د اتلو کنداريانو جګړه

2nd Gurkhas and 92nd Highlanders repel an attack by
Afghan tribesmen during the Kandahar March

Team Photograph at the Battle of Kandahar

A British Mountain Battery on the line of march to Kandahar

9th Lancers on the Line of March from Kabul to Kandahar

Drummer Roddick rescuing Lieutenant Menzies of the 92nd Highlander

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1385/12/02ساعت 5 PM  توسط قانع   | 

سگوانی

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1385/12/02ساعت 2 PM  توسط قانع   | 

کنداری نامیان اوسیمی

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1385/12/02ساعت 2 PM  توسط قانع   | 

حاجی میرویس خان نیکه

ملی قاید

حاجی میرویس خان نیکه

لوۍ احمد شاه بابا

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1385/12/02ساعت 1 PM  توسط قانع   | 

ننداره

شهیدانو چوک

Kandahar

کنداری بار ورونکی لاری موتر

Kandahar

کنداری مامک میوی دوکان کی ناست دی

Kandahar

 

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1385/12/02ساعت 11 AM  توسط قانع   | 

دکندهارشار فخوانی

دکندهارشار فخوانی خیاط

Tailor

دفخوانی کندهاریوه برخه

Afghani village

رومیان یی بازارته بار کری دی

Trader

کنداری زوان فه شهیدانوچوک کی ناست دی

Kandahar

پ  

+ نوشته شده در  سه شنبه 1385/12/01ساعت 6 PM  توسط قانع   | 

کنداریان

 

کنداریان دنیش وهلو فه حال کی

Young Afghan farmers gather poppies in their field in Zadi Dusht district of Kandahar, Afghanistan (File photo)

کوکنار

تنکی کنداری هلکوان خواری کازی 

تنکی کنداری جنکی

+ نوشته شده در  سه شنبه 1385/12/01ساعت 5 PM  توسط قانع   | 

تاریخی کندهار

تاریخی کندهار

+ نوشته شده در  سه شنبه 1385/12/01ساعت 3 PM  توسط قانع   | 

دکندهار ننداره

دکندهار ننداره

دکندهار زره چهارسوق (چارسو)

کندهار شار کابل بازار

یوکنداری زوان دمیوی اوبه باسی

بورگی فخوونکی او بو بل کنداری ییی خوری

+ نوشته شده در  سه شنبه 1385/12/01ساعت 11 AM  توسط قانع   | 

کندهارشارنقشه

+ نوشته شده در  سه شنبه 1385/12/01ساعت 11 AM  توسط قانع   | 

د يوې نيمې پيړۍ پخوا افغانستان په انځورونو کې

 

د يوې نيمې پيړۍ پخوا افغانستان په انځورونو کې
د لندن په (( رايل جيوگرافيکل سوسايټي )) نومي نندارتون کې د تيرو پيړو د نادرو عکسونو نندارې د ١٨٣٣-١٩٣٣ کلونو پورې هغۀ پېر باندې رڼا اچولې چې د افغان - انگليس د جگړو ښکارندويي کوي .
د برتانويانو ورځني يادښتونه او ليکنې له دغو نادرو عکسونو سره د افغانانو د هغه وخت ژوند ، ښارونه او جامه ښيي




د يوۀ افغان جنگيالي دغه عکس ته (( په ژور فکر کې )) نوم ورکړل شوى دى .


په عکسونو او انځورونو کې لرغوني ځايونه هم ښوول شوي دي . د افغانستان ډير لرغوني ځايونه ان د ١٩ پيړۍ په لومړنيو کې لا ويجاړ شوي و



د ښځو يو نيم نادره عکس چې مخونه يې لوڅ دي په دغو عکسونو کې ښکاره شوي دي . لويديځ کارپوهان وايي د هغو پېړيو مذهبي ، ټولنيز او کلتوري ژوند د اوسنيو طالبانو په پرتله خورا ازاد و . په يادښتونو کې راغلي چې هغه زمانه لوڅ مخې ښځې د افغانستان په جنوبي سيمو کې د شمالي هغو په پرتله ډيرې وې .


برتانوي سياح جيمز اټکېنسن په ١٨٤٢ کې د کابل د دغې هټۍ او ښځو په باب ليکي : (( ښځې اجازه لري چې په خپله خوښه هر ځاى لاړې شي خو بايد چادري يا داسې پړونى ولري چې ټول ځان يې پکې پټ وي))
 

که څه هم افغانستان هغه مهال د برتانوى هند ، منځنۍ اسيا او اوسني ايران د سوداگرۍ په لاره کې پروت و خو په ١٩٣٣ کال کې کابل د سود سودا او گڼې گوڼې له پلوه خورا ارام ځاى و


د هغې خاورې تاريخ خورا اوږد او پېچلى دى چې نن سبا د افغانستان په نامۀ ياديږي . دغه خاوره له پخوا تر اوسه د سياسي ، ټولنيزو او اقتصادي مبارزو مرکز وه . په دغه عکس کې پوله په نخښه کيږي ، د دې په څير څو ځلي پولې د کنټرول په نيت اوښتې را اوښتي دي ، برتانوي واکمنو هم د پولو په راکښلو کې لاس لرلى دى ، دغه انځور يې يو ثبوت دى چې ١٨٨٤ کال ښيي .


د کندهار په ښار کې له لرغونو زمانو راهيسته امنيتي اندېښنو واکمن اړ کړي و چې لويې کلاگانې جوړي کړي . د کندهار په ښار کې ١٨٣٩-١٨٤٢ کلونو او د ١٨٧٨-١٨٨٠ کلونو افغان انگليس جگړې شوې دي که څه هم له هغه وروسته د شوروي اتحاد د لښکرو تر يرغله کندهار ارام و خو د جهاد له کلونو راهيسته لا تر اوسه دغه لرغوني ښار د کرارې ورځ نه ده ليدلې


په ١٨٨١ کال کې د خرقې شريفې عکس وينئ ، په دغه عکس کې د څرگند سړي په باب هغه مهال ويل کيدل چې د ١١٢ کلونو دى
 
+ نوشته شده در  سه شنبه 1385/12/01ساعت 11 AM  توسط قانع   | 

زماکندهاره زماښاره

+ نوشته شده در  دوشنبه 1385/11/30ساعت 2 PM  توسط قانع   |